د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د هرات ښار ماسټر پلان منظور شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۳۶
ماستر پلان ولایت هرات

۱۴۴۸/۱/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ملي جامع پلانونو او ښاري مطالعاتو ریاست د متخصص او مسلکي ټیم له لوري، د هرات ښار ماسټر پلان د هر اړخیزو تخنیکي مطالعاتو، ساحوي ارزونو او د ښاري پراختیا د اړتیاوو او ظرفیتونو له بشپړې څېړنې وروسته د یو کال په موده کې ترتیب شو.

دغه ماسټر پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري پیشنهاد او د ریاسة الوزرا محترم مقام له خوا تائید او د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري تېره ورځ سه شنبه د ۱۴۴۸/۱/ ۷ نېټه منظور شو .

د هرات ښار ماسټر پلان له منظورۍ وروسته بېرته د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر ته وسپارل شو، چې دمګړۍ په تخنیکي ارشیف کې خوندي او د یو لړ مراسمو په ترڅکې به د هرات محترمې ښاروالۍ ته تسلیم شي.

یاده ښاروالي به د دغه ماسټر پلان د تطبیق لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت به یې د تطبیق له چارو څارنه هم کوي.

دا سند، د هرات ښار د ښاري پراختیا تر ټولو مهم ستراتیژیک چوکاټ بلل کېږي، چې د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال پرمختګ مسیر ټاکي او د ښاري پراختیا د اغېزمن مدیریت لپاره بنسټیزه زمینه برابروي.

دا ماسټر پلان په (۱۶۲۶۷۲) هکتاره ځمکه یا په اصطلاح (۱۶۲۶) کیلو متر مربع مساحت کې تطبیق کېږي، چې د هرات ښار اوسنی او راتلونکی مساحت په کې شامل دی.

په دې ماسټر پلان کې د هرات ښار اوسنۍ او راتلونکې اړتیاوې په بېلابېلو برخو کې په پام کې نیول شوې دي، چې په کې د بېلابېلو تراکمونو استوګنیزې سیمې، سوداګریزې ساحې، مختلطې سیمې، صنعتي، اداري، تعلیمي، روغتیايي، لوژستیکي، تفریحي او کرنیزې ساحې، د ښاري ترانسپورټ شبکې، شنې سیمې او همدارنګه تاریخي او فرهنګي ساحې شاملې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د دې سترې طرحې پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د هرات د نوي ماسټرپلان عملي کېدل به د اقتصادي ودې، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د ښاري زیربناوو د پراختیا او د هېواد د مهم فرهنګي، تاریخي او اقتصادي مرکز په توګه د هرات ښار د لا پیاوړتیا لامل شي.

د یادونې وړ ده، چې د کندهار او ننګرهار ولایتونو ماسټر پلان به په راتلونکو دوه میاشتو کې بشپړ او د منظورۍ لپاره هم وړاندې شي.

البته لا د مخه د غور،کونړ، او تخار ولایتونو لپاره د ستراتېژیک پلانونو پر جوړولو کار روان دی، چې ګام په ګام به بشپړ، تائید او وروستۍ منظوري ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۳۶
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د هرات ښار ماسټر پلان منظور شو

۱۴۴۸/۱/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ملي جامع پلانونو او ښاري مطالعاتو ریاست د متخصص او مسلکي ټیم له لوري، د هرات ښار ماسټر پلان د هر اړخیزو تخنیکي مطالعاتو، ساحوي ارزونو او د ښاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۱
Background image

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د زیربنایي چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۸

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي ټیم د لومړي فاز د زیربنایي چارو څخه، چې د اوکسین آریانا شرکت له لوري ترسره کېږي، څارنه وکړه.

د څارنې په بهیر کې څرګنده شوه چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې لپاره د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ دوام لري

۱۴۴۸/۱/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش لړۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت