دایکندي کې د دوه ښوونځیو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۸:۲۱
دایکندی

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د شهید دستغیب ښوونځي رغنیزې چارې ۳۳ سلنه او د سیاه دره برګر ښوونځي رغنیزې چارې ۱۲ سلنه بشپړې کړې دي.

د شهید دستغیب ښوونځی په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت او همداراز د سیاه دره برګر ښوونځی په ۷۱۷ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۴ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ټولګټو او ملي پروژو تطبیق ته ژمن دی څو وکولای شي له دې لارې د لرې پرتو سیمو خلکو او ښاریانو په ټولنیز ژوند کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۳۶
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د هرات ښار ماسټر پلان منظور شو

۱۴۴۸/۱/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ملي جامع پلانونو او ښاري مطالعاتو ریاست د متخصص او مسلکي ټیم له لوري، د هرات ښار ماسټر پلان د هر اړخیزو تخنیکي مطالعاتو، ساحوي ارزونو او د ښاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۱
Background image

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د زیربنایي چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۸

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي ټیم د لومړي فاز د زیربنایي چارو څخه، چې د اوکسین آریانا شرکت له لوري ترسره کېږي، څارنه وکړه.

د څارنې په بهیر کې څرګنده شوه چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې لپاره د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ دوام لري

۱۴۴۸/۱/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش لړۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت