په وردګ پوهنتون کې د بیارغونې او ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۴
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د وردګ پوهنتون اړوند د کرنې پوهنځي د بیارغونې پروژې، د لیلیې ودانۍ او د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو پروژو له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د کرنې پوهنځي د بیارغونې په پروژه کې په دهلېزونو کې د کړکیو نصب، د اوبو د ذخیرې د محافظوي خونې پر بام د آهن چادر نصبول، د تشنابونو قیرکول او د دروازو نصب روان دي.
همداراز، د لیلیې ودانۍ په پروژه کې د سیم تاوېدو، د یو شمېر پایو د قالب تړلو، سنګکارۍ او د ځینو برخو د پُرانې او هوارۍ چارې دوام لري.
د دغو پروژو څارنه د دې لپاره ترسره کېږي چې ساختماني چارې د منظور شوو نقشو، تخنیکي مشخصاتو او انجنیري معیارونو سره سمې پلې شي او د پروژو کیفیت په دوامداره توګه و ارزول شي.
