د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د اپارتمانونو او ښارګوټو له ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۳۴
پنځمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۱/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د قمبر څلورلارې سیمه کې د نبي ‌زاده اپارتمانونو او د سره میاشت ښارګوټي له ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د اړوندو تخنیکي برخو د متخصصو ټیمونو له لوري په هر اړخیز ډول ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د ساختماني چارو وضعیت، د منظور شوو نقشو تطبیق او د ښاري اصولو رعایت له نږدې وارزول شو.

د نبي ‌زاده اپارتمانونو د څارنې پر مهال، د ودانۍ له مالک څخه غوښتنه وشوه چې منظور شوې نقشه اړوند تخنیکي ټیم ته وړاندې کړي، څو د ودانۍ تخنیکي ارزونه د نقشو له مخې ترسره او احتمالي سرغړونې تثبیت شي.

همداراز، د سره میاشت ښارګوټي څخه هم لیدنه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې هغه ساختماني چارې بېرته ودرول شوې چې مخکې تر دې توقف شوې وې، خو په غیرقانوني ډول بیا پیل شوې وې.

د دغو څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو دقیق تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ساختماني کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۹۵۵ نوې استوګنیزې نمرې اضافه شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

1448/1/4

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو فعالیتونو په لړ کې، د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت