میدان وردګو ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ پر راستانه شوو مهاجرو نقدي مرسته ووېشل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۱۳
میدان وردګ

۱۴۴۷/۹/۲

د راستنېدونکو مهاجرو لاسنیوی؛ د هوسا او باعزته ژوند پر لور یو عملي ګام دی، چې د اسلامي، ملي او بشري مسؤلیت او همکارۍ څرګندونه کوي.

تازه، په میدان وردګو ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته د دایمي استوګنې او ځمکو د وېش په تړاو د ولایتي هیئت غونډه ترسره شوه.

په همدې مناسبت، د ولایتي کمېټې مسؤلینو ته د مشرتابه له لوري تشویقي پیسې هم وسپارل شوې، چې دا بهیر د کور او ښار جوړولو ریاست تر سرپرستۍ لاندې ترسره شو.

په غونډه کې تصمیم ونیول شو، چې د راستانه شوو مهاجرو کورنیو له ډلې د سلو (۱۰۰) هغو لپاره به د نمرو د قرعې اچولو ورځ راتلونکې دوشنبه وټاکي.

د کور او ښار جوړولو محترم ریاست ګډونوالو ته د بېړنیو کمېټو د راتلونکو فعالیتونو او د کډوالو په ښارګوټو کې د خیریه مؤسسو د کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو د محترم ریاست په مشرۍ د ځمکو د وېش ولایتي کمېټې ډاډ ورکړ چې راستنېدونکو کډوالو ته به خدمات په چټکتیا، شفافیت او پر وخت وړاندې کېږي، او د هغوی ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۹۵۵ نوې استوګنیزې نمرې اضافه شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

1448/1/4

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو فعالیتونو په لړ کې، د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت