د کابل ښار د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۰
پروژه نیله باغ

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیله باغ استوګنیزه پروژه د یاد وزارت له مهمو او سترو و پروژو څخه ده، چې د چین هېواد د بې‌عوَضه مرستو په مټ رغول کېږي.

د یادې پروژې مسؤلین وایي چې د کار روان بهیر تر اوسه ۵۵ سلنه بشپړ شوی او د ودانیو د اسکلیټ یا جوړښت مرحله بشپړه شوې ده، همدارنګه د نورو برخو کارونه په چټکۍ سره روان دي.

محترم عبدالوهاب صدیقي، د نیله باغ استوګنیزې پروژې رئیس او مسؤل، وایي چې د یادې پروژې طرحه او ډیزاین د نړیوالو معیاراتو پر بنسټ جوړ شوې او د ودانیزو چارو کیفیت په لوړه کچه ساتل شوی دی. هغه زیاته کړه چې د دې پروژې لپاره د معیاري ژوند ټول اړین سهولتونه په پوره ډول په پام کې نیول شوي دي.

صدیقي صاحب دغه پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره ځانګړې او مهمه پروژه وبلله او وویل، د وزارت مشرتابه، په ځانګړې توګه د کور او ښار جوړولو محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د دې پروژې چارو ته جدي پاملرنه کوي، او کله چې د کار پر مهال کومه ستونزه رامنځته شي، سمدستي د حل لپاره اقدام کوي.

په همدې حال کې، کارګرانو وویل چې نږدې ۶۰۰ تنه کارکوونکي د دې پروژې په بېلابېلو برخو کې بوخت دي.

د یادونې وړ ده چې د نیله باغ پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو استوګنیزو او څو پوړیزو ساختماني پروژو څخه ده، چې ټول ټال ۵۶ بلاکونه او ۱۴۰۰ اپارتمانونه لري.

دا پروژه شاوخوا یو نیم کال وړاندې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسؤلینو، د چین هېواد د سفیر او د چینایي شرکت د استازو لخوا په رسمي ډول پیل شوه.

د اړوندې برخې مسؤلین او انجنیران ډاډ ورکوي چې د پروژې کار په چټکۍ روان دی او ټاکل شوې ده چې د ټاکلي وخت تر پای د بشپړېدو او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت