د ارزګان او ننګرهار ولایتونو د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۳:۲
د ننګرهار او ارګان ولایت تفصیلی پلانونه

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د ارزګان او ننګرهار ولایتونو د مهاجرینو لپاره د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړل.

د ارزګان ولایت د مهاجرینو ښارګوټی به په ټولیزه توګه په ۲۳۹۵ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې ټول اړین خدمات او ښاري اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوي دي.

دغه ښارګوټی به په معیاري ډول جوړ شي او ۱۷۴۰ استوګنیزې نمرې به ولري، ترڅو راستنو شویو او بې ‌ځایه شویو کورنیو ته د استوګنې مناسب ځای برابر کړي.

همدارنګه، د ننګرهار ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان هم د محترم وزیر له خوا منظور شو.

 یاد ښارګوټی به په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۵۰۰ استوګنیزې نمرې به ولري.

د پروژې په جوړښت کې ټول ښاري معیارونه، لکه د سړکونو شبکه، برېښنا، اوبه، ښوونیز او روغتیایي خدمات په پام کې نیول شوي دي.

د دغو ښارګوټو طرحې د مهاجرینو د استوګنې د ستونزو د حل او د ښاري ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړې شوې دي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت یې د تطبیق لپاره ژمنتیا څرګنده کړې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مهاجرینو لپاره د معیاري ښارګوټو جوړولو پروګرامونه عملي کوي، څو بېرته راستنېدونکي او بې ‌ځایه شوي هېوادوال د ښاري ژوند له اسانتیاوو څخه برخمن شي او د دوامدارې ودې زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت