د کور او ښار جوړولو وزیر کندهار ولایت ته سفر وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۳۶
کندهار ولایت

۱۴۴۷/۵/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، کندهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو له ریاست لیدنه او ارزونه وکړه.

ښاغلي وزیر د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له محترم رئیس مولوي عبدالمتین او د دغه ریاست له کار کوونکو سره لیدلي او د شته وضعیت جاج یې اخیستی دی.

د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین او د دغه ریاست کار کوونکو محترم وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خپل ریاست اړوند فعالیتونو، لاسته راوړنو، شته وضعیت او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي او په یو شمېر چارو کې یې د لارښوونې غوښتنه وکړه.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د هغوی له فعالیتونو خوښي څرګنده کړه، د لا زیاتو هڅو او فعالیتونو هیله یې وکړه او په ځینو مواردو کې یې ورته د لا ښه پرمختګ په موخه لارښوونې وکړې.

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست ته د ښاغلي وزیر په ورتګ سره د دغه ریاست د کار کوونکو روحیه لا پیاوړې او په چارو کې یې هوډ غښتلی شو.

تمه ده چې ګام په ګام په ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو ریاستونو فعالیتونه و ارزول شي، ستونزې او ننګونې به یې حل شي او د لا زیات پرمختګ لپاره به ورته مناسبه زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت