په پکتیکا ولایت کې د تفصیلي پلان خلاف له ودانیزو چارو مخنیوی وشو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۶
پکتیکا

۱۴۴۷/۰۵/۳

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف‌الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرکز ښرنې ښار د تفصیلي پلان خلاف د خپلسرو ودانیزو چارو په اړه څېړنه او اقدام ترسره کړی دی.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د مرکز ښرنې ښار په هغه ساحه کې چې د تفصیلي پلان له مخې د عیدګاه لپاره ځانګړې شوې، یو تن د ودانۍ د جوړولو چارې په خپل سر پیل کړې وې.

د نوموړي په خبره، د ښار د نظم د تأمین او د تفصیلي پلان د تطبیق په موخه، د موضوع له معلومېدو وروسته سمدستي د مرکز ښرنې ښاروالۍ ته خبر ورکړ، ترڅو د قانون له مخې اړین اجراآت ترسره کړي. د ریاست د استازو د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، د یادې ودانۍ ودانیز کارونه اوسمهال درول شوي دي.

محترم مولوي محمد طاهر سیف‌الجهاد ټینګار وکړ چې د کور او ښار جوړولو ریاست د تفصیلي پلانونو د تطبیق او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په برخه کې خپل قانوني مسؤلیتونه په پوره جدیت ترسره کوي او هیڅ ډول خپلسر ودانیز فعالیت به د قانون خلاف ونه زغمي.

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښارونو د منظم پرمختګ، ښاري نظم د تأمین، او د تفصیلي پلانونو د تطبیق د څارنې مسؤلیت لري. دا اقدام د همدې هدف په موخه ترسره شوی، څو ښاري ساحې د منظور شوو پلانونو له مخې تنظیم او ورغول شي، او د عامه تاسیساتو لپاره ځانګړې شوې ځمکې د خپل اصلي هدف لپاره وساتل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت