په فراه ښار دوهمې ناحیې کې ښاري تخلفات په نښه شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۳:۵۸
فراه

۱۴۴۷/۳/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د فراه ښار په دوهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د په نښه کولو او مخنیوي په موخه څارنه او ارزنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د څارنې په مهال ثابته شوه چې د ښار په دوهمه ناحیه کې د تفصیلي پلان خلاف په خپلسرې توګه د یویې ودانې د جوړولو چارې روانې دي.

نوموړی وایي، اړوند ټیم یې د یادې خپلسرې او غیر قانوني ودانۍ له جوړېدو مخنیوی وکړ او مالک ته یې په تړاو لازم پوهاوی ورکړل شو.

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د مسلکي او متخصص ټیم د معلوماتو له مخې، هغه ساحه چې په کې کار روان دی، ریزرفي ساحه ده او د نافذه قوانینو له مخې په هغې کې هېڅ ډول د جوړولو جواز، نه ورکول کېږي.

د یادولو وړ ده ، چې د تفصیلي پلانونو خلاف هېڅ ډول جوړول د منلو وړ نه دي او متخلفین مکلف دي چې په ټولو ساختماني چارو کې د ښار جوړولو نافذه قوانین او مقررات رعایت کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت