هرات ولايت کې له ۲۱۷ زره جريبو څخه زياته دولتی ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۲:۱۱
هرات

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په هرات ولايت کې ۲۱۷ زره ۵۵۷ جريبه دولتی ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۸۳ قطعو کې ۲۰۵۴۰۱ جريبه سپینه دولتي ځمکه ده او په ۲۵ قطعو کې ۱۲۱۵۶ جريبه دولتي املاک دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د ټول هېواد په کچه په ۵۸۷۸ قطعو کې ۵ ميليونه ۲۳۷ زره او ۹۴۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت