په کابل ښار کې د تاریخي ابداتو د تثبیت او د جي ‌پي اس سروې چارې بریالۍ پرمخ روانې دي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۸:۳۶
کابل

۱۴۴۷/۰۱/۰۴

د زړو ښارونو د ساتنې ریاست محترم رئیس محمود جان دوست وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيمونو د ۱۴۰۳ کال له پیله، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د تاریخي آبداتو د تثبیت، جي ‌پي ‌اس نښې‌ او جغرافیایي موقعیت معلومولو تخنیکي سروې پیل کړې ده، چې تر دې مهاله یې د یاد ریاست د طرح شوي پلان له مخې بریالۍ پرمختګ کړی دی.

ښاغلي دوست وویل، د سروې تخنیکي ټیم تر اوسه د کابل ښار په ۱۴ ناحیو کې نږدې ۱۰۷ تاریخي آبدات د موجوده اسنادو او ثبت شویو معلوماتو له مخې، له جي ‌پي ‌اس موقعیتونو سره تثبیت کړي، چې دا پروسه د یاد ریاست د کاري پلان له لومړیتوبونو څخه وه او په بریالۍ توګه بشپړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د یادو تثبیت شویو ابداتو ترڅنګ، د فرهنګي، تاریخي او ټولنیزو ځانګړتیاوو اړوند د مطالعاتو پروسه هم د یاد ریاست د مطالعاتي ټیم له لوري دوام لري، تر څو د تاریخي میراثونو د بشپړې پیژندنې او ساتنې لپاره لازم تحلیلي معلومات برابر شي.

ښاغلي دوست زیاته کړه، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال لپاره د پاتې ناحیو سروې او تثبیت چارې هم د طرح شوي پلان له مخې نورمال روانې دي او تمه ده چې د کال تر پایه پورې به دا ملي پروژه بشپړه شي.

د زړو ښارونو د ساتنې ریاست باور لري چې دا پروسه به د هېواد د تاریخي شتمنیو د خوندي کولو، د ښاري پراختیا له تاریخي معیارونو سره سمون او د فرهنګي ارزښتونو د انتقال په برخه کې بنسټیز ګام وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت