په فراه کې د جنوبي کانال د دوو پلونو د جوړېدو چارې و څارل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۵۸
فراه

۱۴۴۷/۰۳/۲۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فراه پر جنوبي کانال د دوو پلونو د جوړولو پروژې څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي استقلال وویل،  د معارف او باختر په نوم یاد پلونه د دې لپاره جوړېږي چې د اورښتونو پر مهال د کرجي او صدیق خان کلي اوسېدونکي د سېلاب له خطره خوندي پاتې شي او همدارنګه د ترافیکي تګ راتګ ستونزې له منځه ولاړې شي.

مولوي نصرالله استقلال څرګنده کړه چې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم په دوامداره ډول د پروژې له چارو څارنه کوي، تر څو د اصولو او تخنیکي معیارونو سره سم پر وخت بشپړه شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په هېواد کې د عامه تاسیساتو، سړکونو او پلونو د جوړولو پروژې تر خپل نظارت لاندې عملي کوي، په فراه ولایت کې د دغو دوو پلونو جوړېدل نه یوازې د خلکو د خوندیتوب لپاره مهم دي، بلکې د سیمې د اقتصادي او ټولنیز ژوند په اسانتیا کې هم اغېزمن رول لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت