پروان کې څه باندې ۲۲۱ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۰:۴۰
پروان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د پروان ولایت اړوندو سېمو په  ۲۷۹ قطعو کې، ۲۲۱ زره او ۲۳۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۲۰۴۲۱۶ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۱۷۰۱۶ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۳۶
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د هرات ښار ماسټر پلان منظور شو

۱۴۴۸/۱/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ملي جامع پلانونو او ښاري مطالعاتو ریاست د متخصص او مسلکي ټیم له لوري، د هرات ښار ماسټر پلان د هر اړخیزو تخنیکي مطالعاتو، ساحوي ارزونو او د ښاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۱
Background image

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د زیربنایي چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۸

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي ټیم د لومړي فاز د زیربنایي چارو څخه، چې د اوکسین آریانا شرکت له لوري ترسره کېږي، څارنه وکړه.

د څارنې په بهیر کې څرګنده شوه چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې لپاره د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ دوام لري

۱۴۴۸/۱/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش لړۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت