هلمند کې د یتیمو کورنیو لپاره د ښارګوټي د عملي چارو په چټکتیا خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۶:۴
picture

۱۴۴۵/۱۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د یتیمو کورنیو لپاره د هستوګنیز ښارګوټي د قراردادي شرکت له مسؤل سره وکتل.

په دغه ناسته کې خبرې وشوې چې څنګه کېدای شي د یادې پروژې عملي چارې د معیار او کیفیت خونديتوب سره سره چټکې شي.

د یادې پروژې لپاره توپوګرافي سروې او تفصیلي پلان جوړ شوی، چې اصلاح ته اړتیا لري.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني د قراردادي شرکت مسؤل ته وویل، شته ستونزې به هوارې کړي، د ځمکې پلان او نقشه به ترتیب کړي او د وزارت اړوند چارې به ډېر ژر بشبړې کړي.

نوموړي له قراردادي شرکت مسؤل وغوښتل چې لومړی دې د یادې پروژې چې په پام کې ده په (۲۷۲) جریبه ځمکه کې جوړه شي، څلور دېواله راتاو کړي او په داخل کې دې په لومړنیو چارو اقدامات وکړي.

د قراردادي شرکت مسؤل وویل، چمتو دي چې د وزارت له حکم سره سم په ورسپارل شوو چارو عملي کارونه پیل کړي.

په پام کې ده، چې د پنځه سوه یتیمو کورنیو لپاره په هلمند کې هستوګنیز ښارګوټی جوړ شي، چې لګښت یې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ له لوري ورکول کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت