ننګرهار کې د ښارګوټو جوړولو په موخه د شل زره جریبه ځمکې په اړه خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۴:۲۰
وزیر د ننګرهار رئيس سره

۱۴۴۶/۰۸/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې، ننګرهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست له محترم رئیس قاري نبی الله سعید او په دغه ولایت کې د مهاجرینو ریاست محترم رئیس سره وکتل.

ننګرهار ولایت کې ښاري پراختیا، د پلانونو اړتیا، د پلانونو جوړول او تطبیق، له چارو نظارت او څارنه، ښاري اړتیا او ځینې نور موارد هغه موضوعات وو چې، په دغه کتنه کې پرې سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني خبرې وکړې.

ورپسې، ننګرهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري نبی الله سعید د پورته مواردو په تړاو معلومات وړاندې کړل او د ځینو لارښوونو غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي قاري سعید وویل، اجباري راستنېدونکو اړمنو کډوالو ته د ښارګوټو جوړولو په موخه یې په چمتله او رودات ولسوالۍ کې شاوخوا شل زره جریبه ځمکه تشخیص کړې چې، نورې چارې به یې یو د بل پسې سرته ورسوي.

اجباري راستانه شوو کډوالو ته د نمرو د وېش څرنګوالی او په ټولو چارو کې لا زیات شفافیت هغه څه چې، ښاغلي حمدالله نعماني پرې ټینګار وکړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې، په ولایتونو کې د ښاري پراختیا لپاره د اړتیا په مهال او د امکاناتو په شتون کې عملي ګامونه پورته کړي او اجباري راستنېدونکو اړمنو کورنیو ته د ښارګوټو په اډانه کېو ځمکې تشخیص، سروې، انتقال، پلان جوړ او ووېشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت