سرپُل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوي په موخه لومړۍ ناحیه کې څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۳۹
.

۱۴۴۷/۰۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، اړوند مسلکي او تخنیکي ټیم یې د سرپُل ښار په لومړۍ ناحیه کې له خپلسریو د مخنیوي په پار څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، په دغه څارنه کې، د یو حمام او یو ګدام ودانیزې چارې چې د پلان خلاف او په خپل سري ډول روانې وې، تشخیص او وځنډول شوې.

نوموړی وایي، د بهسازۍ پلان له مخې، یاد حمام په یوه استوګنیزه ساحه کې موقعیت لري، او ګدام چې ۷ متره په ۸ متره ابعاد لري، په نیمه پخه بڼه (له خټو او د ګاډرو وسپنو څخه) جوړېده، د سیند په حریم کې راځي.

د تېر په څېر، د یادو ودانیو مالکینو ته رسمي هدایت ورکړل شو، چې یادې چارې سمدستي ودروي او د ښاري اصولو او تصویب شوو پلانونو مطابق عمل وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د ښار د تنظیم او ښاري اصولو د رعایت لپاره له استثناء پرته د ټولو غیر قانوني چارو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرو د ښارګوټي لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

1447/12/16

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کاپیسا ولایت په مرکز کې د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د پلان شوي ښارګوټي د جوړېدو په موخه د توپوګرافي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د کابل–بګرام د نوي جوړیدونکي سړک له چارو څخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۶

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل–بګرام د نوي جوړېدونکي سړک له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د یادې څارنې پر مهال د پروژې د پرمختګ، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۱:۲
Background image

تازه؛ په څلورو ولایتونو کې ۱۲۴۱ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د راستنو شویو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري، په څلورو ولایتونو کې ۱۲۴۱ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت