د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بشري سرچینو ریاست د خپلو کړنو په تړاو مالي او اداري معینیت ته راپور ورکړ

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۵:۱۴
picture

21/12/1443

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په مشرۍ ناسته کې د دغه وزارت د بشري سرچینو ریاست د تېرې یوې میاشتې په تړاو د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.

د بشري سرچینو محترم رییس او امرینو یې په تېره یوه میاشت کې د ظرفیت لوړونې، سوانحو، ارزیابۍ او کړنو، استخدام او روزنې او دغه راز نورو برخو کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په ناسته کې د یاد ریاست په تړاو د شته ستونزو، ننګونو او د حل لارو برخه کې هم له مالي او اداري مرستیال سره موضوعات شریک شول او د حل برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د یاد ریاست د بشپړ میاشتني راپور تر اورېدو وروسته او دا چې کړنې او ورسپارل شوې دندې یې په سمه توګه اجراء کړې ترې مننه وکړه او د ستونزو د حل برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۹۵۵ نوې استوګنیزې نمرې اضافه شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

1448/1/4

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو فعالیتونو په لړ کې، د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت