د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۹
پکتیا

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د روحاني بابا ولسوالۍ د اداري ودانۍ د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې په بېلابېلو برخو کې د خشکارۍ، کیندنې او د احاطې د جوړولو چارې روانې وې، چې د تخنیکي ټیم له لوري د کار د کیفیت، پرمختګ او د انجینري معیارونو د رعایت څرنګوالی وارزول شو.

همدارنګه د پروژې د چارو د لا ښه والي او معیاري تطبیق په موخه اړوند تخنیکي پرسونل ته لازمې سپارښتنې وشوې او ټینګار پرې وشو چې ټولې چارې د منظور شویو نقشو، تخنیکي مشخصاتو او انجینري اصولو له مخې ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو ریاست د ودانیزو پروژو د کیفیت د تضمین او معیاري تطبیق په موخه د دوامداره څارنې پر اهمیت ټینګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل میزاني ولسوالۍ اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۱/۲۸

د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او یاده پروژه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د شینډنډ کانالونو د جوړولو چارې تر تخنیکي څارنې لاندې روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست ودانۍ سویلي کانال د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه وشوه.

د څارنې پر مهال د کانال د اوسپنې تړلو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل–بګرام ستراتېژيک سړک د جوړولو چارې په څو برخو کې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د جوړولو او بنسټیزو چارو له روان بهیر څارنه وکړه،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت