د فارياب د ښار جوړولو رياست اداري ودانۍ ورغول شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱/۳۰ - ۳:۲۷
فارياب

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د فارياب ولايت په ميمنه ښار کې د ښار جوړولو رياست اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

دا ودانۍ په ۲۱۸ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول چې ۱۱ کاري خونې، ۲ پخلن‌ځايونه او ۷ عصري تشنابونه لري، د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۶ ميلیونه افغانيو ورغول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ولايتونو کې د دولتي او عامه ودانيو په جوړولو سره هڅه کوي چې په ادارو کې د مناسبې کاري چاپېريال په رامنځ‌ته کولو سره شته ستونزې حل او له همدې لارې خلکو ته د خدماتو په رسولو کې اسانتياوې رامنځته کړي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۴۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز کې د استنادي دیوالونو د پروژو له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۱۳

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د مرکز اړوند د شاحسن ‌خېل او مغلیزو سیمو کې د استنادي دیوالونو د جوړولو پروژو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۹:۶
Background image

د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط اچونې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط اچونې چارې بشپړې کړې.

یاد پلان د ۴۸۶. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د لوګر پوهنتون د خوړنځای او غونډو تالار جوړېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴۴۸/۱/۱۲

د لوګر پوهنتون په داخل کې د خوړنځای او د غونډو تالار د جوړولو چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادو ودانیزو چارو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت د لوګر ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت