د اسکان دایمي کمېټې د مهاجرینو د استوګنې د پرمختګ لپاره ناسته وکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۵۰
وزیر شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۰۹/۲۸

هېواد ته د راستانه شوو مهاجرینو د دایمي استوګنې د چارو د تنظیم او چټکتیا په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د اسکان دایمي کمېټې ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، چې په کې د کډوالو چارو، اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ادارې، د اوبو رسولو امارتي شرکت او د استخباراتو عمومي ریاست استازو ګډون کړی و.

په ناسته کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټو د جوړېدو په موخه د امارتي ځمکو د تشخیص او تثبیت په اړه هر اړخیز بحث وشو همداراز، په هغو ولایتونو کې چې د ټاکلي طرزالعمل له مخې د ښارګوټو لپاره امارتي ځمکې شتون نه لري، د بدیلو حل‌لارو په اړه نظریات تبادله شول.

د ناستې په اجنډا کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو د موقت سند فورم د ورکړې موضوع هم شامله وه، چې په اړه یې لازمې مشورې او نظرونه شریک شول، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار وکړ چې د ځمکو د انتقال بهیر باید چټک شي او اړوندې ادارې دې د ځمکو د انتخاب او تصفیې چارې په همغږۍ او اغېزمن ډول پر مخ یوسي.

نوموړي له ټولو اړوندو ادارو وغوښتل چې خپلې چارې ګړندۍ کړي، څو د مهاجرینو د دایمي استوګنې پروسه په منظم، چټک او مؤثر ډول تطبیق شي.

د اسکان دایمي کمېټه د بېلابېلو امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ هغه ګډ چوکاټ دی چې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنې دایمي حل‌لارې برابرولو په موخه فعالیت کوي، د دې کمېټې له لارې د ځمکو تشخیص، د ښارګوټو پلان جوړونه او د خدماتو برابرول تنظیمېږي، څو راستنېدونکو هېوادوالو ته د باعزته ژوند زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت