تازه؛ په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۶
.

۱۴۴۷/۱۲/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري، په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشلې.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۳۰۵ کورنیو ته، په فراه ولایت کې ۱۰۶ کورنیو ته، په هلمند ولایت کې ۱۲۷ کورنیو ته، په غزني ولایت کې ۵۰ کورنیو ته، په نیمروز ولایت کې ۱۰۰ کورنیو ته، په پکتیکا ولایت کې ۱۰۰ کورنیو ته او په فاریاب ولایت کې ۱۱۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وسپارل شوې.

په ټوله کې د تیرې یکشنبې ورځې په جریان کې ۸۹۸ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو نمرې ووېشل شوې، چې تر دې مهاله د وېشل شوو نمرو ټول شمېر ۴۰۴۱۳ ته رسېدلی دی.

د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټه ټینګار کوي چې د راستنو شویو هېوادوالو د ملاتړ، د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو بهیر به په چټکۍ سره دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۵۳
Background image

د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د سوداګریزو مارکېټونو د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۱۵

د جوزجان ولایت د والي په لارښوونه، د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس او د آقچې ولسوالۍ محترم ښاروال په مشرۍ ګډ تخنیکي پلاوي د آقچې ولسوالۍ د سوداګریزو مارکېټونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۳۸
Background image

د حیرتان بندر د پراختیا پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري منظور او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د حیرتان بندر د پراختیا پلان تأیید او لاسلیک کړ.

یاد پلان د ۸۱۸۶ جریبه ځمکې په مساحت طرحه شوی، چې موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۴۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د ترکمنستان له سفیر سره د افغان ـ ترکمن پروژو په اړه خبرې وکړې

۱۴۴۸/۶/۱۴

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو پروژو (ټاپي، ټاپ او د اوسپنې پټلۍ) د پلي کېدو په موخه، د افغانستان ا.ا د عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخ‌الاسلام حفظه الله تعالی، د حکم د تحقق. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت