ارزګان کې د یو غیرپلاني ودانۍ له جوړېدو مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۳
arozgan

۱۴۴۶/۰۷/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې د ارزګان ولایت په ترینکوټ ښار کې څار پیل کړی.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د څار په پایله کې یې د ښار اړوند یوه ساحه کې د غیرپلاني ودانۍ له جوړېدو مخنیوی کړی، چې په خبره یې استوګنیزه ساحه کې سوداګریز مارکېټ جوړېده.

نوموړی وایي، تخنیکي ټیم د یادې ودانۍ مالکینو ته ویلي چې چارې دې د پلان مطابق سرته ورسوي او له ښاري سرغړونو دې ډډه وکړي.

د پلان خلاف په خپل سر د کورونو، سوداګریزو ځایونو او نورو تأسیساتو جوړول ښاري تخلفات دي او باید خلک ترې ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۲:۳۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د میوې منډوي له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۷

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د آقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د میوو مارکېټ د ساختماني پروژې له روانو چارو څخه نظارت او لیدنه ترسره کړه.

د نظارت پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د سرکونو د هوارولو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۷

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د سرکونو د هوارولو له روانو چارو څخه نظارت او لیدنه ترسره کړه.

د یادې څارنې پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۹:۲۰
Background image

په جوزجان ولایت کې د مخابراتو ریاست اړوند د مدرسې د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۷

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجینرانو د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ خانې په ساحه کې د جوړېدونکې مدرسې له روانو ساختماني چارو څخه څارنه او لیدنه ترسره کړه.. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت