ارزګان کې د ښاري سرغړونو پر وړاندې جدي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۳۷
ارزګان ولایت

۱۴۴۷/۹/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ، د دغه وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخینکي ټیم، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند په ټولو ناحیو کې پراخ ښاري نظارت ترسره کړ.

دغه نظارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د منظور شوو تفصیلي پلانونو د تطبیق په موخه ترسره شوی دی.

د درېیمې ناحیې اړوند، چې د محمد ظاهر شاه د دورې په تفصیلي پلان کې شامل ده، یو تن هڅه کوله په استوګنیزه نمره کې تجارتي ځای جوړ کړي، چې مخنیوی یې وشو.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د محترم ریاست تخنیکي ټیم یاد کس ته د ښاري سرغړونو او مخنیوي په اړه یې لارښوونه وکړه، چې دغه ساحه استوګنیزه ده او باید یوازې د کور جوړولو لپاره ترې استفاده وشي.

له دې سره ورته سپارښتنه وشوه، چې سمدستي پیل شوي ساختماني کارونه ودرول شي.

همدارنګه په همدې ناحیه کې بل کس غوښتل په خپله خوښه په استوګنیزه نمره کې سوداګریز ځای جوړ کړي، چې هغه ته هم سپارښتنه وشوه څو خپل غیرقانوني فعالیتونه ژر تر ژره بند کړي.

د نظارت په ترڅ کې نورو ښاریانو ته هم د ښار د تفصیلي پلانونو په اړه لازم معلومات وړاندې شول.

شنې ساحې، تجارتي زونونه او استوګنیزې سیمې خلکو ته وروپېژندل شوې، څو د پلان مطابق ودانیز فعالیتونه ترسره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، دغه اقدامات د یو منظم طرزالعمل له مخې ترسره کېږي، او موخه یې د ښاري نظم ټینګښت، د ناقانونه جوړښتونو مخنیوی او د معیاري ښار جوړولو  تضمین دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۲:۳۶
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۲۸
Background image

لوګر کې د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک ودانیزې چارې تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت