په پنجشیر ولایت کې د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۲۴
د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې تخنیکي ټیم د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د ودانیزې پروژې بېلابېلې برخې وکتل شوې او د کار د کیفیت، د نقشې مطابق تطبیق او د تخنیکي معیارونو د مراعات په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
ټینګار وشو چې ټولې ساختماني چارې باید د منظور شویو نقشو او ټاکل شوو تخنیکي معیارونو مطابق په معیاري ډول پر مخ ولاړې شي، څو د پروژې کیفیت او شفافیت خوندي پاتې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي چې د ټولو پرمختیایي پروژو د مؤثرې څارنې او د معیاري تطبیق په موخه به د نظارت بهیر په دوامداره توګه روان وي.
