تېره ورځ سې شنبه په څلورو ولایتونو کې ۷۵۳ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې
۱۴۴۷/۱۲/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري، په لاندې ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
په ننګرهار ولایت کې ۳۰۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، په فاریاب ولایت کې ۱۵۰ کورنیو ته، په فراه ولایت کې ۱۲۳ کورنیو ته او په هلمند ولایت کې ۱۷۲ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وسپارل شوې.
په ټوله کې د تیرې سه شنبې په ورځ، (۷۵۳) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې، چې موخه یې د راستنېدونکو هېوادوالو د سرپناه اړتیاوو ته رسېدنه او د هغوی لپاره د مناسب ژوند زمینه برابرول دي.
تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر ۳۷ زره او ۷۱۳ ته رسېدلی، چې دا د راستنو شویو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې په برخه کې د روانو هڅو څرګندونه کوي.
ټینګار پر دې دی چې د راستنېدونکو مهاجرو د ملاتړ، دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو بهیر به لا هم په چټکۍ سره دوام ومومي، څو لا ډېرو مستحقو کورنیو ته ورته خدمات برابر شي.
