د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې
۱۴۴۷/۱۲/۱۵
د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.
یاده پروژه په دوه پوړونو کې جوړیږي، چې پکې اداري خونې، احاطوي دېوال، د فاضله اوبو سپټیک څاه او د پاکو اوبو څاه هم شامل دي.
د پروژې ټولیز مالي لګښت شاوخوا ۱۷.۷۷ میلیونه افغانۍ ښودل شوی، چې د کورنیو چارو وزارت له انکشافي بودیجې څخه ورکول کېږي.
ټاکل شوې یاده پروژه د نهو میاشتو په موده کې بشپړه شي او اوسمهال یې چارې د منظور شوې نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق روانې دي.
همداراز د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم له لوري د پروژې له چارو دوامداره تخنیکي نظارت او مراقبت ترسره کېږي، څو ټول کارونه د انجینري اصولو او ټاکل شوو معیارونو مطابق بشپړ شي.
