غور کې د ساينس مرکز اداري ودانۍ د جوړېدو چارې نږدې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۰:۲۹
غور

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په غور ولايت کې د ساينس مرکز اداري ودانۍ د جوړېدو چارې تر ۸۹ سلنه رسولي او ډېر ژر به يې ګټې اخېستنې ته وسپاري.

دا ودانۍ په ۷۱۵ متر مربع ځمکه کې جوړيږي چې دوه اداري خونې، يو روزنيز مرکز، يوه تحويل‌خانه، يو پخلن‌ځای، يو خوړن‌ځای، ۲۱ تشنابونه، يوه لکچر خونه، څلور درسي خونې، يوه د ماشومانو د لوبو خونه، لابراتوار، يو څېړنيز مرکز، د څښلو اوبو څاه، يوه د سپتک څاه او د احاطې ديوال لري.

دا اداري ودانۍ په درې پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۸ ميليونه ۱۰۰ زره افغانۍ رغول کيږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره نوی رئیس وګمارل شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۷
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کې  د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ښار ګوټو د چارو د چټک پرمخ بیولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۶
Background image

د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د سرغړونو وضعیت وارزول شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ارزونې په موخه نظارتي څارنه ترسره شوه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت