د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره نوی رئیس وګمارل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۴۱
ننګرهار رئيس

۱۴۴۷/۱۱/۱۷
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کې  د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ښار ګوټو د چارو د چټک پرمخ بیولو په موخه نوې ګمارنه ترسره شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د وړاندیز پر بنسټ او د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام له لوري د منظورۍ له مخې، ښاغلی انجنیر احمدالله زاهد د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.
ښاغلی انجنیر احمدالله زاهد د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د دې ریاست کار کوونکو ته ور وپیژندل شو.
د پېژندګلوۍ په دغه مراسمو کې د نوي ټاکل شوي رئیس دندو، صلاحیتونو او مسؤلیتونو ته اشاره وشوه او ترې غوښتنه وشوه چې خپلې چارې د صداقت، شفافیت او مسلکي ژمنتیا په روحیه ترسره کړي.
انجنیر احمدالله زاهد چې یو مسلکي او وړ انجنیر دی، ځکه خو د کور او ښار محترم وزیر لازمه وګڼله چې د منظمې ښاري پراختیا او د مهاجرینو د ښار ګوټو د چارو د چټک پرمختګ په موخه یاد مسؤلیت ور تر غاړې کړي.
ښاغلي انجنیر احمدالله زاهد ژمنه وکړه، چې ورسپارل شوې دنده به په بشپړ مسؤلیت، صداقت او ریښتینولۍ پر مخ وړي او په دغه برخه کې یې له الله ج توفیق وغوښت.
همدارنګه دننګرهار د کور او ښار جوړولو مخکينى رٸيس مولوي محمد نبي سعيد په پلازمينه کابل کې د کور او ښار جوړولو وزارت د تدارکاتو رياست د مشاور په توګه  وګمارل شو.
په ورته وخت کې ټینګار وشو چې اداري اصلاحات، همغږي او د خدمتونو چټکتیا د کور او ښار جوړولو وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي، چې تمه ده نوې ګمارنې به د چارو په اغېزمنتیا او د خدماتو په ښه والي کې لا مثبت بدلون راولي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت