محترم محمد جواد پیکار د کندهار ولایت لپاره اووه تفصیلي او سټراټیژیک پلانونه منظور کړل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۰ - ۱۱:۵۶
کندهار

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د کندهار له والي محترم حیات الله حیات او په ملي شورا کې د دغه ولایت د استازو په حضور کې د کندهار ولایت لپاره اووه تفصیلي او سټراټیژیک پلانونه منظور کړل.

لومړی د دامان ولسوالۍ د صنعتي پارک تفصیلي پلان دی چې پر ۱۱۱۷ جریبه ځمکې د ۲۸۸ نومرو او ۸ سوداګریزو بلاکونو په لرلو سره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له‌خوا ډیزاین شوی دی.

دویم پلان د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدو شویو منسوبینو کورنیو د ښارګوټي تفصیلي پلان دی چې پر ۲۱۱۲ جریبه ځمکه د ۲۸۰۰ استوګنیزو نومرو، ۴۲ استوګنیزو او ۹۷ سوداګریزو بلاکونو په لرلو سره ډیزاین او منظور شو.

دې سره جوخت پر ۴۵۴ جریبه ځمکې باندې د غازي عبدالله خان په نوم په کندهار ښار کې د یوه ښارګوټي تفصیلي پلان هم منظور شو. د یاد تفصیلی پلان پر اساس دغه ښارګوټی ۹۴۰ استوګنیزې نومرې، ۱۳ استوګنیز او ۸ سوداګریز بلاکونه لري.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر دغه راز په کندهار ښار کې د غازي امان الله په نوم د یوه بل ښارګوټي تفصیلي پلان هم منظور کړ. دغه ښارګوټی پر ۴۰۷ جریبه ځمکه باندې د ۱۰۵۰ استوګنیزو نومرو، ۲۰ استوګنیزو او ۴ سوداګریزو بلاکونو په لرلو سره ډیزاین شوی دی.

په ورته وخت کې د حمیدي مېنې ښارګوټي تفصیلي پلان هم منظور شو. دغه پلان په ۳۶۷ جریبه ځمکه کې ۴۵۵ استوګنیزې نومرې لري.

محترم محمد جواد پیکار دې سره په خوا کې د کندهار ولایت د ژېړي او د ارغنداب ولسوالیو لپاره د سټراټیژیک انکشاف دوه بېلابېل پلانونه هم منظور او د کندهار ولایت اړوندو چارواکو ته یې د تطبیق په موخه وسپارل.

د یادونې ده چې پورتني پنځه تفصیلي پلانونه په ټولیزه توګه ۴۴۵۸ جریبه ځمکې باندې ۵۵۳۳ استوګنیزې نومرې، ۷۵ استوګنیز او ۱۱۷ سوداګریز بلاکونه لري چې په تخمیني توګه ۹۸۰۰ تنو د کاري فرصتونو پر برابرولو سربېره، د دولت بودجې ته په هم تخمیني توګه ۳۷۴۲ مېلیونه افغانۍ عاید کوي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د کندهار له والي څخه وغوښتل چې د استوګنیزو نومرو او واحدونو په وېش کې د روڼتیا لپاره یوه کړنلاره جوړه کړي.

په پای کې د کندهار والي محترم حیات الله حیات، د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر څخه د یادو پلانونو منظور کولو له امله مننه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت