د کور او ښار جوړولو انسټیټیوټ کې د پروژو مدیریت لس ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد
۱۴۴۸/۵/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انسټیټیوټ کې د دغه وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د پروژو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی لس ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.
دغه روزنیز سمینار د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو د پروژو د مدیریت له بېلابېلو اصولو، کاري پړاوونو او اړوندو تخنیکي موضوعاتو سره بلدتیا ترلاسه کړه.
د دې روزنیز پروګرام موخه د وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي پوهې او کاري وړتیاوو لوړول، د پروژو د چارو د تنظیم او همغږۍ پیاوړتیا، د وخت او شته سرچینو اغېزمن مدیریت او د کاري پلانونو د تطبیق په برخه کې د هغوی د مهارتونو پراختیا وه.
د پروژو مدیریت د کاري پلانونو په ترتیب، د شته سرچینو په اغېزمنه کارونه، د کاري پړاوونو په تنظیم او د پروژو د چارو په منظم او پر وخت تطبیق کې مهم رول لري؛ له همدې امله، د تخنیکي کارکوونکو لپاره د دا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د کاري چارو د لا اغېزمنتیا لپاره ارزښتناک دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انسټیټیوټ د خپلو روزنیزو پروګرامونو له لارې هڅه کوي، د وزارت د تخنیکي کارکوونکو مسلکي پوهه او عملي مهارتونه پیاوړي کړي، څو هغوی وکولای شي د پروژو د مدیریت اړوند چارې د مسلکي اصولو او ټاکل شویو معیارونو له مخې په منظم او اغېزمن ډول ترسره کړي.
