په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۵
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د یادې اوبو د ذخیرې د سلب او بنسټ د کندنکارۍ چارې روانې وې، چې د موجوده راپور له مخې یې کارونه په منظم ډول پرمخ روان وو.
یاده پروژه د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست د اړتیا له مخې د کور او ښار جوړولو ریاست په تخنیکي همکارۍ او څارنه کې پرمخ وړل کېږي.
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم به د یادې پروژې د چارو د کیفیت او معیاري پلي کېدو د ډاډ ترلاسه کولو په موخه خپلو تخنیکي څارنو ته دوام ورکړي.
