په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۵
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د یادې شبکې د جوړولو د چارو وضعیت و ارزول شو، چې د موجوده راپور له مخې یې ساختماني چارې په منظم ډول او د ټاکل شوي پلان له مخې روانې وې.
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم به د یادې پروژې د چارو د کیفیت او معیاري پلي کېدو د ډاډ ترلاسه کولو په موخه خپلو تخنیکي څارنو ته دوام ورکړي.
