د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۵/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اتیا متره عمومي سړک په امتداد، له اریانا د تېلو ټانک څخه تر سرای شمالي پورې د شنو ساحو د څارنې، ارزونې او عامه پوهاوي په موخه لیدنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د یادو ساحو د ودانیو او هټیو له مالکانو څخه وغوښتل شول، چې د خپلو ملکیتونو او ساختماني چارو اړوند ټول اسناد او مدارک د درېیو کاري ورځو په موده کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو د تخنیکي ټیمونو له لوري یې وضعیت په منظم ډول وڅېړل شي.
د دې اقدام موخه د ملکیتونو او ساختماني چارو د وضعیت روښانه کول، د اسنادو او ساختماني نقشو ارزونه، د ښاري او ساختماني سرغړونو مخنیوی او د ښاري پلانونو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کول دي.
یاده څارنه د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د منظم نظارتي او عامه پوهاوي پروګرام په چوکاټ کې او د یاد ریاست د رئیس په هدایت ترسره شوې، څو د ښاري قوانینو، مقرراتو او معیارونو د رعایت ډاډ ترلاسه او په یاده سیمه کې د ښاري سرغړونو د دوام او پراختیا مخه ونیول شي.
