په دولسمه ناحیه کې د ملکیتونو او ساختماني اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو
۱۴۴۸/۵/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند له لومړۍ څلورلارې تر ماموریت څلورلارې، دویمې څلورلارې، څلورم ګذر سیمې کې د ودانیو او هټیو له وضعیت څخه د څارنې، ارزونې او عامه پوهاوي په موخه لیدنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د یادو ساحو د ودانیو او هټیو له مالکانو څخه وغوښتل شول، چې د خپلو ملکیتونو او ساختماني چارو اړوند ټول اسناد او مدارک د درېیو کاري ورځو په موده کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو د تخنیکي ټیمونو له لوري یې وضعیت په منظم ډول وڅېړل شي.
د دې اقدام موخه د ملکیتونو او ساختماني چارو د وضعیت روښانه کول، د اسنادو او ساختماني نقشو ارزونه، د ښاري او ساختماني سرغړونو مخنیوی او د منظور شوو ښاري پلانونو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کول دي.
یاده څارنه د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د منظم نظارتي او عامه پوهاوي پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوې، څو د ښاري قوانینو، مقرراتو او معیارونو د رعایت ډاډ ترلاسه او د هر ډول ښاري سرغړونې د دوام او پراختیا مخه ونیول شي.
