په ننګرهار کې د پخوانیو ساختماني مواردو تعقیبي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۳
ننګرهار

۱۴۴۸/۵/۲

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي مدیریت تخنیکي ټیم، د جلال‌اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند د میوې منډوي په ساحه او بي ‌بي زینب لېسې ته څېرمه د دوو پخوانیو ساختماني مواردو څخه تعقیبي ساحوي څارنه ترسره کړه.

د میوې منډوي په ساحه کې د یوه ساختماني مورد په اړه، چې د جلال‌اباد ښاروالۍ له لوري د ساختماني کار اجازه نه لري، مخکې د تخنیکي ټیم له لوري د کار د درولو اقدام شوی و. د بیاکتنې پر مهال څرګنده شوه چې یاد ساختماني فعالیت لا هم په بشپړه توګه درول شوی دی.

همدارنګه، بي‌بي زینب لېسې ته څېرمه د یوه بل ساختماني مورد څخه هم تعقیبي څارنه ترسره شوه. په دې پروژه کې مخکې د منظور شوې نقشې له ټاکل شوو منزلونو څخه د زیاتې جوړونې له امله د تخنیکي ټیم له لوري د کار د درولو اقدام شوی و، چې د څارنې پر مهال یې ساختماني فعالیت هم لا هم متوقف و.

د څارنې په پایله کې تثبیت شوه چې د دواړو پخوانیو ساختماني مواردو په اړه د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوي اقدامات پر ځای پاتې دي او تر اوسه د یادو پروژو د ساختماني چارو د دوام اجازه نه ده ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت