د موسهي ولسوالۍ د انکشافي پلان په ساحه کې د غیرپلاني جوړونو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۵۰
موسهي ولسوالۍ

۱۴۴۸/۴/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ولسوالیو د ښاري انکشافي پلانونو د څارنې آمریت تخنیکي ټیم، د وزارت د مقام د هدایت او د دوامدارو څارنو په لړ کې، د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د انکشافي پلان په ساحه کې د هغو سرغړونو څارنه ترسره کړه چې د یادې ساحې د څارنې پر مهال تثبیت شوې وې.

د څارنې پر مهال موندل شوې سرغړونې د موسهي ولسوالۍ له مقام سره شریکې شوې او ټینګار وشو چې د نافذه اصولو او قوانینو له مخې دې د انکشافي پلان په ساحه کې د غیرپلاني او خپل ‌سرو ساختماني چارو مخه ونیول شي.

 د موضوع له شریکولو وروسته د ولسوالۍ مقام ډاډ ورکړ چې یاد موارد به وڅېړي او د غیرقانوني او غیرپلاني جوړونو د دوام مخنیوی به وکړي.

د دې څارنې موخه د انکشافي پلان په ساحه کې د ښاري سرغړونو تثبیت، د خپل‌سرو او غیرقانوني ساختماني فعالیتونو مخنیوی او د سیمې اوسېدونکو ته د انکشافي پلان په اړه عامه پوهاوی ورکول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت