په سرپل پوهنتون کې د ساختماني پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۲:۵
سرپل

۱۴۴۸/۴/۲۰

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د سرپل پوهنتون د سړکونو د کانکریټ‌ اچونې او د انګړ د کیندنې، ډکولو او هوارولو له چارو څخه تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د ارزونې پر مهال د پوهنتون د انګړ په ځینو برخو کې نرمه او نامناسبه خاوره او د څلورو تر پنځو مترو پورې ژورې کندې تشخیص شوې، چې د سمې ډکونې او ټینګښت په اړه د پروژې پلي کوونکي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې.

همدارنګه، د ساحې د ډکولو چارې د ۱۵ تر ۲۰ سانتي ‌مترو په ضخامت د طبقو په ډول د اوبه کولو او مناسب ټینګښت له لارې د ترسره کولو سپارښتنه وشوه او د نامناسب لنگر د بدلولو لارښوونه هم وشوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم ټینګار کړی چې د پروژې راتلونکي پړاوونه دې د دوامدار تخنیکي نظارت او کیفیت کنټرول لاندې، د ټاکل شوو معیارونو له مخې ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د ده غوچک او بالاکوه تاریخي سیمو د سروې او ساحوي مطالعاتو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د لرغونو ښارونو د ساتنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند د ده غوچک او بالاکوه تاریخي سیمو د سروې او ساحوي مطالعاتو چارې بشپړې کړې.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د موقتي هټیو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د اکادمیکې ساحې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۲:۵
Background image

په سرپل پوهنتون کې د ساختماني پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۰

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د سرپل پوهنتون د سړکونو د کانکریټ‌ اچونې او د انګړ د کیندنې، ډکولو او هوارولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت