د ده غوچک او بالاکوه تاریخي سیمو د سروې او ساحوي مطالعاتو چارې بشپړې شوې
۱۴۴۸/۴/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د لرغونو ښارونو د ساتنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند د ده غوچک او بالاکوه تاریخي سیمو د سروې او ساحوي مطالعاتو چارې بشپړې کړې.
د دې سروې په بهیر کې د سیمې تاریخي او فرهنګي جوړښت، تاریخي ابدې، د ځمکې کارونه، کوڅې، سړکونه او نور مهم ښاري عناصر پېژندل، تثبیت او مستند شوي دي. همدارنګه، د مهمو عناصرو جغرافیایي موقعیتونه د جي پي اېس له لارې ثبت، تخنیکي عکسونه اخیستل او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د پوښتنلیکونو له وېش او حضوري مرکو څخه د سیمې د تاریخي مخینې او اوسني وضعیت په اړه معلومات راټول شوي دي.
راټول شوي معلومات به د سیمې د اوسني وضعیت د دقیق تحلیل، د تخصصي او علمي نقشو د ترتیب او د تاریخي سیمې د ساتنې، احیا او دوامدار مدیریت لپاره د بنسټ په توګه وکارول شي.
د لرغونو ښارونو د ساتنې ریاست د کاري پلان له مخې، له دې وروسته به د کابل ښار د دویمې ناحیې په مرادخاني تاریخي سیمه کې هم ورته سروې او ساحوي مطالعات ترسره شي، څو د تاریخي او فرهنګي میراثونو د منظم ثبت، مستندسازۍ او ساتنې لپاره اړین معلومات برابر شي.
