جمهوررئیس غني: د ځمکې د غصب قضیو د تعقیب کمېټه دې د دولتي غصب شویو ځمکو په اړه خپل اقدامات چټک کړي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۸:۵۲
ارگ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ځمکې د غصب قضیو د تعقیب کمېټې سره په غونډه کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه د دغې کمېټې د دوه اوونیو د کاري پرمختګ راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د ځمکې د غصب قضیو د تعقیب کمېټې د خپلو فعالیتونو او ننګونو راپور له جمهوررئیس سره شریک او زیاته یې کړه، د قوانینو او مقرراتو مطابق د دولتي ځمکو پر تصفیې کار روان دی.

جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په خاطر باید د ځمکې د غصب قضیو د تعقیب کمېټه زیات کار وکړي، ترڅو دولتي ځمکې تصفیه او د غصب مخه یې ونیول شي.

جمهوررئیس یادې کمېټې ته دنده وسپارله، د خلکو د املاکو او جایدادونو د خوندیتوب په خاطر دې د دولتي غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره خپله مقرره او پالیسي ترتیب او عملي کړي.

دغه راز جمهوررئیس محمداشرف غني ښارجوړولو او ځمکو وزارت ته د استوګنې ښارګوټو د جوړولو لپاره د پانګونې غوښتنې ته د چټک ځواب ویلو په خاطر د واضح اصولو او مقررې د ترتیب لارښوونه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په زابل ولایت کې د یو مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۲

د زابل ولایت د حج او اوقافو ریاست د وړاندیز او د زابل ولایت مقام د حکم پر بنسټ، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دای چوپان ولسوالۍ د سنان کلي د جامع جومات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۸:۵۲
Background image

د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ‌خانې د ښوونځي د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۲

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق او نظارت تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ‌خانې د ښوونځي د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۴
Background image

د عصري ټکنالوژۍ په پلي کېدو سره د خلکو د خدمتونو وړاندې کولو بهیر لا چټکېږي

۲۱/۲/۱۴۴۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیسټم‌سازۍ د ښوونیزې څانګې په همکارۍ، د اداري مکتوبونو او اسنادو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت