په کور او ښار جوړولو وزارت کې یو شمېر نوي مسؤلین پر دندو وګمارل شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۵
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۸/۳/۳

د چارو د لا ښه تنظیم، اداري اغېزمنتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت په یو شمېر مهمو ریاستونو کې نوي مسؤلین پر دندو وګمارل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د عالي مقام د حکم او د کور او ښار جوړولو وزارت د وړاندیز پر بنسټ، یو شمېر باتجربه او مسلکي شخصیتونه د دې وزارت په بېلابېلو ریاستونو کې پر دندو وټاکل شول.

د یادو ګمارنو له مخې، محترم مولوي نجیب‌الله عظیمي د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د رئیس، محترم انجنیر اجمل سباوون د پالیسۍ او پلان ریاست د رئیس، محترم مولوي نقیب احمد الفرقاني د املاکو او استوګنې ریاست د رئیس او محترم انجنیر اکرام‌الدین خیبر د نوي کابل ښار عمومي ریاست د تخنیکي مرستیال په توګه وټاکل شول.

د کارکوونکو چارو ریاست رئیس مولوي عبدالولي ارکاني د نویو مسؤلینو د معرفۍ پر مهال وویل، په ادارو کې تغیر او تبدیل د ښې حکومتولۍ له اصولو څخه دی چې موخه یې د چارو لا ښه تنظیم، د خدمتونو د کیفیت لوړول او خلکو ته د لا ښو اسانتیاوو برابرول دي.

نوموړي زیاته کړه، وړتیا، صداقت او تقوا د اداري مسؤلیتونو د ترسره کولو له مهمو معیارونو څخه دي او د اسلامي امارت د ټولو مسؤلینو اساسي موخه خلکو ته صادقانه خدمت، د ادارو د چارو اغېزمنتیا او د خلکو لپاره د لازمې اسانتیاوو برابرول دي.

مولوي ارکاني نوي ټاکل شوي مسؤلین وړ، باتجربه او د هېواد او ولس د خدمت لپاره ژمن شخصیتونه وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې دندې په بشپړ صداقت، مسؤولیت‌پذیرۍ او د ادارې له نورو برخو او کارکوونکو سره په همغږۍ ترسره کړي.

په ورته مهال، نویو ټاکل شوو مسؤلینو د رهبرۍ له لوري د ورکړل شوي باور له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې خپلې ورسپارل شوې دندې به د اړوندو ریاستونو او ادارو له مسؤلینو او تر خپل امر لاندې کارکوونکو سره په همغږۍ، صداقت او مسؤولیت ‌پذیرۍ ترسره کوي او د چارو د لا ښه پرمختګ لپاره به خپلې هڅې لاپسې چټکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۳/۳

د غزني ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شو.

دغه ښارګوټی د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د ښاري اړتیاوو، موجوده وضعیت، شته امکاناتو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د لا ښه تنظیم په موخه، د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا، د دغه ولایت د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت