په کور او ښار جوړولو وزارت کې یو شمېر نوي مسؤلین پر دندو وګمارل شول
۱۴۴۸/۳/۳
د چارو د لا ښه تنظیم، اداري اغېزمنتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت په یو شمېر مهمو ریاستونو کې نوي مسؤلین پر دندو وګمارل شول.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء د عالي مقام د حکم او د کور او ښار جوړولو وزارت د وړاندیز پر بنسټ، یو شمېر باتجربه او مسلکي شخصیتونه د دې وزارت په بېلابېلو ریاستونو کې پر دندو وټاکل شول.
د یادو ګمارنو له مخې، محترم مولوي نجیبالله عظیمي د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د رئیس، محترم انجنیر اجمل سباوون د پالیسۍ او پلان ریاست د رئیس، محترم مولوي نقیب احمد الفرقاني د املاکو او استوګنې ریاست د رئیس او محترم انجنیر اکرامالدین خیبر د نوي کابل ښار عمومي ریاست د تخنیکي مرستیال په توګه وټاکل شول.
د کارکوونکو چارو ریاست رئیس مولوي عبدالولي ارکاني د نویو مسؤلینو د معرفۍ پر مهال وویل، په ادارو کې تغیر او تبدیل د ښې حکومتولۍ له اصولو څخه دی چې موخه یې د چارو لا ښه تنظیم، د خدمتونو د کیفیت لوړول او خلکو ته د لا ښو اسانتیاوو برابرول دي.
نوموړي زیاته کړه، وړتیا، صداقت او تقوا د اداري مسؤلیتونو د ترسره کولو له مهمو معیارونو څخه دي او د اسلامي امارت د ټولو مسؤلینو اساسي موخه خلکو ته صادقانه خدمت، د ادارو د چارو اغېزمنتیا او د خلکو لپاره د لازمې اسانتیاوو برابرول دي.
مولوي ارکاني نوي ټاکل شوي مسؤلین وړ، باتجربه او د هېواد او ولس د خدمت لپاره ژمن شخصیتونه وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې دندې په بشپړ صداقت، مسؤولیتپذیرۍ او د ادارې له نورو برخو او کارکوونکو سره په همغږۍ ترسره کړي.
په ورته مهال، نویو ټاکل شوو مسؤلینو د رهبرۍ له لوري د ورکړل شوي باور له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې خپلې ورسپارل شوې دندې به د اړوندو ریاستونو او ادارو له مسؤلینو او تر خپل امر لاندې کارکوونکو سره په همغږۍ، صداقت او مسؤولیت پذیرۍ ترسره کوي او د چارو د لا ښه پرمختګ لپاره به خپلې هڅې لاپسې چټکې کړي.
