د هرات ولایت د یوه جامع جومات له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۲۰
هرات

۱۴۴۸/۱/۲۳

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم د ګذرې ولسوالۍ اړوند د عامه امنیت د پنځم کنډک د جامع جومات له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د تخنیکي څارنې پر مهال د جومات د رنګولو، بهرنۍ ډبره‌ کارۍ، د پلې لارو د کانکرېټ اچولو او نورو روانو ودانیزو چارو کیفیت وارزول شو.

همدارنګه، قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې، څو ټولې چارې د منظور شوې طرحې، قرارداد او تخنیکي مشخصاتو سره سم او د ملي معیارونو له مخې ترسره شي.

د څارنې په ترڅ کې د معیاري ساختماني موادو د کارونې، د رنګولو له وړاندې د سطحو د مناسب چمتووالي، د کانکرېټ د ساتنې او د ودانیزو چارو د کیفیت د تضمین په اړه هم اړینې تخنیکي لارښوونې وړاندې شوې.

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ودانیزو پروژو د کیفیت د لوړولو او د تخنیکي معیارونو د دقیق تطبیق په موخه د ورته پروژو له بهیر څخه خپلو دوامداره تخنیکي څارنو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت