د لوګر په عبدالله بن مسعود (رض) جامع جومات کې د سیوري چت د جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۵:۳۱

۱۴۴۸/۱/۲۱

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم د عبدالله بن مسعود (رض) جامع جومات د سیوري چت د جوړولو له چارو څارنه وکړه، چې د دې سیوري چت د جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

یاد جامع جومات د لوګر ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په انګړ کې موقعیت لري، چې د سیوري چت د جوړولو پروژه د همدغه ریاست له پراختیایي بودجې څخه تمویلېږي.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د یادې پروژې د تطبیق له بهیر څخه دوامداره تخنیکي څارنه کوي، ترڅو چارې یې د منظور شويو تخنیکي معیارونو او ټاکل شوې طرحې سره سم بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳
Background image

د کابل – بګرام سړک په مسیر کې د نوري فایبر شبکې د مسیر د ټاکلو په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپلو دوامدارو فعالیتونو په لړ کې، د کابل –. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

د زابل ولایت د شاه ‌جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د شاه‌ جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.

یاده سروې د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست د کاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۸:۵۱
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او قانوني اسنادو د ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي ټیمونو، د خپلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت