د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ، د کابل ښار د ماسټر پلان د بیاکتنې په موخه د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ ګډه تخنیکي ناسته وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۴:۴۴
کابل جدید

۱۴۴۸/۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ، د کابل ښار د ماسټر پلان د بیاکتنې، د ښاري پراختیا د اړتیاوو د ارزونې او د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، ګډه تخنیکي ناسته وشوه.

دغه ناسته د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د لارښوونې پر بنسټ، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د کابل ښاروالۍ او د هېواد په کچه د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو استازو ګډون کړی وو.

په غونډه کې، د کابل ښار د ماسټر پلان د بیاکتنې د بهیر، د ښاري پراختیا د اړتیاوو، د ادارو د کاري مسئولیتونو او د پلان د اغېزمن تطبیق په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

 همدارنګه، د ګډونوالو له خوا د خپلو ادارو اړوند شته کاري ستونزې، اړتیاوې او تخنیکي وړاندیزونه شریک شول، ترڅو د کابل ښار د ماسټر پلان په بیاکتنه کې د ټولو سکټورونو اړتیاوې او غوښتنې په هر اړخیز ډول په پام کې ونیول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح وویل، د کابل ښار د ماسټر پلان بیاکتنه باید د یو منظم، سیستماتیک او څو سکتوري مېتود له مخې ترسره شي، څو د ښار د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو، د نفوسو ودې، اقتصادي پراختیا، بنسټیزو خدمتونو، ترانسپورتي شبکو او چاپېریالي ملاحظاتو ته په کتو هر اړخیز، پر واقعیت ولاړ او د عملي کېدو وړ ماسټر پلان چمتو شي.

ښاغلي مولوي ناصح ټینګار وکړ، چې د کابل ښار د ماسټر پلان بریالیتوب هغه وخت تضمینېدای شي څو ټولې اړوندې ادارې خپلې ستونزې، اړتیاوې او تخنیکي لیدلوري د ګډې همغږۍ له لارې شریک کړي او د پلان د چمتو کولو او عملي کېدو په ټولو پړاوونو کې فعاله ونډه واخلي.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې ټولې اړوندې ادارې به د خپلو کاري مسئولیتونو له مخې تخنیکي ارزونې، اړتیاوې او وړاندیزونه د کور او ښار جوړولو وزارت سره شریک کړي، ترڅو د کابل ښار ماسټر پلان د ریاسة‌الوزراء محترم عالي مقام د هدایت په رڼا کې، د ټولو سکتورونو په همغږۍ، د علمي او تخنیکي معیارونو پر بنسټ بیا وکتل شي او د تطبیق لپاره یې ګډ او عملي مېکانېزم رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۶:۲۴
Background image

د کابل ښار د پنځم مکروریان د «B4» بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۴۴۸/۳/۱۹

د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د سولې استوګنیزې پروژې، چې د پنځم مکروریان په نوم هم پېژندل کېږي، د «B4» بلاک د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ریاسة. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۴۷
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ساختماني چارو د څارنې پر مهال د یو شمېر ودانیو کارونه ودرول شول

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د پنځمې ناحیې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت