د لوګر پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۱۵
لوګر

۱۴۴۷/۱۲/۰۷

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د لوګر پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یادې پروژې ودانیزې چارې تر دې مهاله شاوخوا ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي او کارونه د منظور شوې نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق پرمخ روان دي.

په یاده پروژه کې د داخلي سړکونو ترڅنګ پلې لارې، ګلدانونه او د اوبو رسولو منظم سیستم هم شامل دي، چې موخه یې د پوهنتون چاپېریال معیاري کول او محصلینو ته د مناسبې زیربنا برابرول دي.

د پروژې مالي لګښت د لوړو زده کړو وزارت له ځانګړې بودیجې څخه ورکول کېږي او د چارو تخنیکي نظارت به تر بشپړېدو پورې دوام ولري، څو ټول کارونه د انجینري اصولو او ټاکل شوو معیارونو مطابق ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت