د نوي کابل ښار په محمدیه ښارګوټي کې تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۹
شهرک محمدیه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامداره نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د نوي کابل ښار په محمدیه ښارګوټي کې ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د بېلابېلو تخنیکي برخو له لوري په هر اړخیز ډول ترسره شوه، چې پکې د سایټ ‌پلان، استوګنیزو او سوداګریزو برخو، عامه تاسیساتو، سرکونو شبکو، کانالیزاسیون، د ښارګوټي حریم او حدود، برېښنا او فایبر نوري وضعیت شامل وو.

د ساحوي ارزونې پر مهال یو شمېر پلاني سرغړونې تثبیت شوې، چې له هغې ډلې غیرمجاز د پوړونو زیاتوالی، په استوګنیزو ساحو او د سړکونو پر مسیر د دوکانونو جوړول او د عامه تاسیساتو د ساحو د کارونې بدلون شامل دي.

ټاکل شوې ده چې د څارنې له بشپړېدو وروسته به د ښارګوټي د وضعیت مفصل او مستند راپور د کور او ښار جوړولو وزارت مقام ته وړاندې شي، څو لازم تصمیمونه ونیول شي.

همداراز، ټینګار وشو چې د نظارت بهیر به د کاري پلان له مخې په دوامداره توګه پر مخ ولاړ وي او د کابل ښار نور ښارګوټي به هم په منظم ډول تر څارنې لاندې ونیول شي.

د دې ډول نظارتونو موخه د ښاري پلانونو دقیق تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ساختماني کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۶
Background image

په کندهار ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ، د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ښار د ۱۵مې ناحیې له بېلابېلو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د الحافظ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۷
Background image

په ایبک ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۴۴۷/۱۱/۲۶

د سمنګان ولایت د ایبک ښار په بېلابېلو پلان لرونکو ساحو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه دتخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۰
Background image

په ننګرهار کې د څو ښارګوټو تخنیکي چارې بشپړې او د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شوی

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري استول شوو تخنیکي ټیمونو د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د یو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت