د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د طلایي ښارګوټي له تخنیکي وضعیت څخه هر اړخیزه څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۴۱
اوولسمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د طلایي ښارګوټي له وضعیت څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د دغه څارنې په ترڅ کې د ښارګوټي بېلابېلې تخنیکي برخې د مسلکي ټیمونو له لوري هر اړخیزې وارزول شوې. په یادو ټیمونو کې د سایت‌ پلان، استوګنیزو او سوداګریزو واحدونو، عامه تأسیساتو، د سړکونو شبکې، د اوبو رسونې او کانالیزاسیون، برېښنا او فایبر نوري شبکو، او همدارنګه د ښارګوټي د حریم او حدودو متخصصین شامل وو.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې په ښارګوټي کې یو شمېر پلاني سرغړونې ترسره شوې دي، چې له ډلې یې د استوګنیزو واحدونو د شمېر غیرمجاز زیاتوالی، د سړکونو پر مسیرونو د خپل ‌سرو دوکانونو جوړول او د عامه ګټې ساحو د کارونې بدلون یادولی شو.

د یادولو ده، چې د څارنې دا لړۍ به د کاري پلان له مخې په دوامداره توګه روانه وي او د کابل ښار نور ښارګوټي به هم په نږدې راتلونکې کې تر تخنیکي ارزونې او څارنې لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۲۳:۵۸
Background image

په ننګرهار کې راستانه شوو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د ویش په دوام تیره ورځ بیا ۲۸۲ نمرې وویشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/١٧

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره نوی رئیس وګمارل شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۷
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کې  د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ښار ګوټو د چارو د چټک پرمخ بیولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت