د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د لیسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۳۱
عنابه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د لیسې د ودانیزې ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه.

د سروې په جریان کې د ځمکې ارتفاعات، حدود او نور تخنیکي مشخصات د عصري سروې وسایلو په وسیله ثبت او تثبیت شول، څو د یادې لیسې د راتلونکې ودانۍ لپاره معیاري او دقیق معلومات برابر شي. دغه چارې د اړوندو انجنیرانو په همغږۍ او تخنیکي همکارۍ ترسره شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د توپوګرافي سروې تر بشپړېدو وروسته به د ساحې نقشې د وزارت د تخنیکي برخو له لوري طرح او ډیزاین شي او د راتلونکو اجراتو لپاره به اړوندې ادارې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

په ننګرهار کې نږدې دوه زره کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۱
Background image

په خوست کې د مسجد شریف له ودانیزې پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینري ټیم له لوري د مستوفیت ریاست اړوند د مسجد شریف د ودانیزې پروژې څخه نظارت ترسره شو.

د څارنې پر مهال د بنسټیزو کانکریټي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

په ارزګان کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم، د دې ولایت د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارتي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت