د خوست ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې نوي کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۵
خوست

۴۴۷/۱۰/۱۳

د خوست ولایت د اسمعیل ‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ورزې مدین کلي کلینیک، د تڼیو ولسوالۍ د باز ملا کلي کلینیک، د صبریو ولسوالۍ د اباخانې کلي کلینیک او د ځاځي میدان ولسوالۍ د اسکندرۍ کلي کلینیکونه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیمونو تر دوامداره څارنې لاندې جوړ شوي، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد کلینیکونه د اساسي ساختماني معیارونو له مخې په یو پوړ کې جوړ شوي، چې پکې صحي خونې، اداري خونې، د انتظار خونه، د اوبو څاه، د فاضلاب سیستم، برېښنايي سیستم او احاطوي دېوال شامل دي.

د دغو پروژو د پلي کېدو بهیر د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د نړیوالې کډوالۍ سازمان په مالي ملاتړ پیل شوی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیمونو له لوري یې د نقشې، کاري حجمونو، انجنيري معیارونو او مشخصاتو له مخې له پیل څخه تر بشپړېدو پورې دوامداره څارنه ترسره شوې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیمونو د مسلکي نظارت له برکته، د یادو پروژو چارې په معیاري او لوړ کیفیت بشپړې شوې، چې دا به د سیمې اوسېدونکو ته، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.

په پای کې، یاد کلینیکونه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، چې له دې وروسته به خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني ولایت په پخواني ښار کې د غیر قانوني ښاري فعالیت مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په هدایت غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.

د غزني ولایت د کور او ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له رغنیزې پروژې څخه ساحوي نظارت او تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت